په پکتیا کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قومندان زلمي اوریاخیل ازادي راډیو ته وویل چې پيښه نن غرمه دولس بجې د پکتیا مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خیلو په سیمه کې شوې ده.
په یوه بل خبرکې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې نن پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پيښه کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپیان شوي.
دا په داسې حال کې چې نن د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې هم پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پيښه کې یو تن وژل شوی او پنځه ماشومان ټپیان شوي دي.
تر دا مهاله د دې پيښو مسولیت چا په غاړه نه دی اخستی.