د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري نن په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د کندهار، نورستان، فاریاب، سرپل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې اته پلان شوي عملیات ترسره شوي دي.
ښاغلي وزیري زیاته کړه چې د دې عملیاتو پر مهال پنځه افغان سرتیري هم وژل شوي دي.