د کابل امنیې قومندانۍ وايي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې یو ملکي کس وژل شوی او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
دغه انتحاري حمله نن له غرمې وروسته د حامدکرزي د هوايي ډګر پر سړک سترې محکمې او د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته نږدې وشوه.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي تر پيښې وروسته خبریالانو ته وویل چې حمله کوونکي یو کرولا ډوله موټر چې له چاودیدونکو موادو ډک د بهرنیو ځواکونو له کاروان سره وجنګاوه.
نوموړي زیاته کړه چې د پيښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي او بهرنیو سرتیرو ته زیان نه دی رسیدلی.
د دې حملې مسوولیت تراوسه چاه نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار دارالامان په سیمه کې افغان ځواکونو پر پوځي موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا تلفات یې نه لرل.
خو راپورونه وايي چې په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.