د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په راتلونکو۱۸ میاشتوکې به د پولیسو د ظرفیت لوړولو په برخه کې زیات پروګرامونه پلي شي.
نورالحق علومي نن د ملګروملتونو سازمان له پراختیايي ادارې یو.ان. ډي.پي سره د یوه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د پولیسو د معاشونو مدیریت د افغانانو له خوا وشي.
د امریکا متحده ایالاتوله ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې تر دا مهاله میلیونونه ډالرد پیسو د اعتبارصندوق له لارې چې د ملګروملتونو د پراختیايي ادارې له خوا یې مدیرت کیږي په پولیسو مصرف کړي دي.
د افغانستان ولسمشر تردې وړاندې په شپږومیاشتو کې د دې بسپنې د انتقالېدو غوښتنه کړې وه.