د لوګرسیمه ییزچارواکي وایي چې تیره شپه یې یوزر او اویا کیلوګرامه تریاک ترلاسه کړي دي.
په دې ولایت کې د ملي اردو د لوا مطبوعاتي دفتر وایي چې دا مخدره مواد له یو نښتې وروسته په تیرې سیمه کې ترلاسه شوي.
د منبع په خبره له دې مخدرو موادو سره په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
په یوه بل خبر کې د بلخ امنیه قومنداني وايي چې په دغه ولایت کې څه باندې ۱۳ کیلو ګرام نشه یې توکي ترلاسه شوي دي.
د دې ولایت امنیه قومندان سیدکمال سادات نن خبریالانوته وویل چې له دې مخدره موادو سره په تړاو پنځه تنه هم نیول شوي.