پاکستان: لاهور ته نژدې ۳ مشکوک سخت دریځي ووژل شول

د پاکستان پولیس او استخباراتي مامورین وايي چې د دغه هېواد امنیتي او استخباراتي ځواکونو پرون د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته نژدې ۳ مشکوک سخت دریځي ووژل.

د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده رویټرز خبري اژانس ته وویل:

((پولیسو درې پاکستاني طالبان وروسته له دې ووژل چې هغوی د پولیسو پر یوې ډلې حمله وکړه.))

ده همدا راز وویل چې طالبانو غوښتل چې د امنیتي ځواکونو پر دفترونو او مهمو سیاسي شخصیتونو حملې وکړي.

د پاکستان استخباراتي چارواکو وویل چې څلورم کس چې د القاعده شبکې یو فعال و او محمد امیرعبدالله نومېده، خپل ځان په خپله واوژاوه.

په دې برید کې چې د پنجاب ایالت په فیروز واله سیمه کې وشو، یوتن نیول شوی هم دی.