د مصرجګپوړی څارنوال د قاهرې په روغتون کې ساه ورکړه

د مصرجګپوړی څارنوال څو ساعته وروسته له دې د قاهرې په روغتون کې ساه ورکړه چې د سپرلۍ د موټرو د کاروان په لاره کې یې بم وچاودېده.

د مصرد عدلیې وزیراحمد الزیدان وویل، حشام برکت له پرونۍ حملې وروسته روغتون ته ورسول شو او هلته یې ساه پرې کړه.

د پولیسو او ملکیانو په شمول ۹ تنه نورپه چاودنه کې ټپیان شول.

پرونۍ چاودنه د یوې پوځي اکاډیمۍ مخته د هیلي پولیس په مېنه کې وشوه.

د مصرد ولسمشرعبدالفتاح السیسي دفترد حشام برکت د وژل کېدو د ویرپه خاطر نن ورځ /سې شنبه/ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

تراوسه پورې چا د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.