له۱۱کورنیو مطبعو سره د ښوونځیو د درسي کتابونو د چاپ تړون لاسلیک شو

د افغانستان د پوهنې وزیر پرون له ۱۱ کورنیو مطبعو سره د ښوونځیو د ۲ ملیونه او ۲ لکه درسي کتابونو د چاپ تړون لاسلیک کړ.

د پوهنې وزیرحنیف بلخي په کابل کې په دې مناسبت یوې غونډې ته وویل چې د ښوونځیو د کتابونو د کموالي د ستونزې د پای ته رسولو او د کورنیو مطبعو د پیاوړتیا لپاره غواړي چې نور درسي کتابونه په هېواد کې دننه چاپ کړي او زیاته یې کړه چې دا کتابونه په هېواد کې دننه د یوولسو مطبعو کې چاپېږي:

((د دې کتابونو د چاپ بیه شاوخوا یواعشاریه شپږ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېږي چې د یوولسو کورنیو کمپنیو له خوا په افغانستان کې دننه چاپېږي.))

ده همدا راز وویل چې په دغو څه باندې ۲،۲ ملیونه کتابونو کې تر ۲،۱ ملیونه جلده د منځنۍ دورې او څه باندې ۱۰۰ زره د لومړنۍ دورې لپاره دي او زیاته یې کړه چې سږکال د ۴۲ میلیون ټوکه کتابونو چاپ ته اړتیا ده.

د دغو کتابونو د چاپ لګښت ډنمارک، د امریکا نړېواله پرمختیايي اداره او یونسیف ورکوي.

تردې مخکې د افغانستان د ښوونځیو کتابونه له هېواده بهر چاپېدل.