سمنګان: د پستې په حاصلاتو کې د تیرکال په پرتله سل فیصده زیاتوالی راغلی

د سمنګان د کرنې او مالدراۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت د پستې په حاصلاتو کې د تیرکال په پرتله سل فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دې ولایت د کرنې رییس محمد اسلم دانا ازادي راډیو ته وویل، تمه کیږي سږکال د پستو له باغونو څخه ۳۰۰ ټنه پسته حاصله شي.

ښاغلي دانا زیاته کړه چې د دغه ولایت د پستې حاصلات تر ډیره پاکستان، ترکیې، هندوستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادریږي.

هغه وویل چې دا مهال په دغه ولایت کې ۴۳ زره هکتاره ځمکه کې د پستې باغونه کینول شوي چې ورسره سم د پستو په حاصلاتو کې هم زیاتوالی راغلی او د کروندګرو اقتصاد به هم ورسره وده وکړي.