د حکومت اجرائیه رئیس په پروان کې وروستیو اعتراضونو ته په اشارې له خلکو غواړي چې خپل احساسات کنټرول او خپل اعتراضونه پای ته ورسوي.
ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا ته د وینا پرمهال وویل چې حکومت به د خلکو په ځانګړي ډول د مجاهدینو له حقونو دفاع وکړي.
نوموړي همدارنګه وویل چې په دې اړه یې په افغانستان کې د بهرنیوځواکونولهعمومي قومندان جنرال جان کمپبل سره هم خبرې کړې.
امریکایې ځواکونو تیره شپه د پروان په بایان سیمه کې د جان احمد په نوم د یوه جهادي قومندان د وسلو او مهماتو زیرمې ته انفجار ورکړچې وروسته ترهغې د دغه قومندان سلګونو ملاتړو نن سهار په قهرجنو مظاهرو لاس پورې کړ.
په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم وایې چې د دې پیښې د څيړلو لپاره د جمهوري ریاست له خوا یو پلاوی سیمې نه استول شوی.