په اسراېیلو کې فلسطیني بندي خدرعدنان خپل اعتصاب پای ته ورساوه

په اسراېیلو کې فلسطیني بندي خدرعدنان د نه خوړو له ۵۶ ورځو اعتصاب وروسته پرون هغه مهال خپل اعتصاب ختم کړچې اسرائیل یې په خوشې کولو سلا شول.

۳۷ کلن عدنان د اسرائیلو په زندان کې د هغه قانون پراساس یوکال بند تیرکړچې اسرائیلي چارواکي د محکمې له حکم پرته یو بندي تر شپږو میاشتو پورې په بند کې ساتلی شي او دا موده د نامعلومې مودې لپاره غځولای شي.

عدنان د نه خوړو په اعتصاب کې مرګ ته نږدې شوی و او فلسطیني چارواکو خبرداری ورکړی و چې اسرائیل د نوموړي د برخه لیک مسول دی.

د عدنان مدافع وکېل جواد بولاس وایي، مشتري یې تیره شپه هغه مهال د نه خوړو اعتصاب ختم کړچې په یوه تړون کې ولیکل شول چې نوموړی به د جولای په ۱۲ مه له زندانه ازاد شي.