په چین کې به د اسیا د زیربنایي پانګوونې بانک د پرانستلو مراسم ترسره شي

چېن د نوي نړېوال بانک، د اسیا د زیربنایي پانګوونې بانک د پرانستلو د مراسمو کوربه دی. دا بانک به له نړېوال بانک او د اسیا د پراختیایي بانک سره سیالي کوي.

د ۵۷ هېوادونو استازو نن په پینکنګ کې سره وکتل او هغه سندونه یې لاسلیک کړل چې د هر غړي هېواد د پانګونې سهم په کې ټاکل شوي دي.

چېن به د دغه نوې بانک د لومړنۍ پانګې په سلو کې دیرش برخه پانګوونه وکړي او په سلو کې ۲۶ د رایو حق به ولري.

هند د نوي نړېوال زیربنایي بانک په سلو کې اته اعشاریه څلور پانګوونه کوي او روسیه به د دغه بانک دریم ستر پانګه اچونکې وي او په سلو کې ۶ اعشاریه ۵ پانګونه کوي.

استرالیا، بریتانیا، جرمني او جنوبي کوریا د دغه نوي بانک د بنسټ ایښودونکو په ډله کې دي. د امریکا متحده ایالات او جاپان په دې بانک کې غړیتوب نه لري.