د اوږۍ امېل سوداګریز کارونه او د ښځو په ژوند یې مثبتې اغېزې

اوږۍ امېل د هغو تکړه او فعالو میرمنو له جملې څخه ده چې سوداګریز فعالیتونه او د خیر ښېګڼې ګڼ کارونه یې کړي دي؛ آغلې اوږۍ امېل د کابل پوهنتون د ځمکې پیژندنې پوهنځی لوستی دی؛ خو د خپل مسلک تر څنګ یې ګڼ نور فعالیتونه هم کړي دي؛ څو کاله وړاندې یې د زراعت او مالدارۍ یو شرکت جوړ کړ؛ وروسته یې د څلورو کلیو د ۱۷۲میرمنو په همکارۍ یو لوی کوپراتیف جوړ کړ چې په کلو کې زیاتو میرمنو ته د کار او فعالیت زمینه په کې برابره کړه.

اوږۍ امیل وایي، د دې کوپراتیف له برکته د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون راغی؛ دا زمینه ورته برابره شوه چې دوی له کلي د باندې خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي.

مېرمن امیل په نږدې وختونو کې د یوې فابریکې د جوړولو تصمیم لري چې کارکوونکې به یې میرمنې.

اغلې اوږۍ همدارنګه په پغمان کې د یوه میله ځای د جوړولو نیت هم لري؛ غواړي ماشومانو او کورنیو ته یوه تفریح ګاه جوړه کړي چې کارونه یې څه ناڅه په جریان کې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ: د اوږۍ امېل سوداګریز کارونه او د ښځو په ژوند یې مثبتې اغېزې

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ