د عراق په لویدیځ انبارولایت کې پرون د تشدد په پېښوکې اتلس کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
په فلوجه ښارکې د روغتونو د مسوولانو له قوله ویلی شوي چې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو او د عراق د امنیتي ځواکونو ترمنځ د بې درېغه راکټي حملو په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځلس کسان وژل شوي او اوه ویشت نورټپیان دي.
د راپورونوله مخې په دې ترڅ کې د استوګنې پر ګڼ شمېر کورونو د هاوان مرمۍ او توغندي ولګېدل.
فلوجه د داعش تر ولکې لاندې دی خو په لمنو کې پرتې سیمې یې د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
همدا رازپه بوفرج Bu-Farraj او Hit هیت سیمو کې د داعش د یوولسو جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
په هییت کې چې له تېرودوو ورځو راهیسې دولتي ځواکونه د داعش پر مورچو حملې کوي، درې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.