د اتريش د ماليې وزير وايي له يوروزون څخه د يونان وتل حتمي ښکاري

د اتريش د ماليې وزير هانز جورګ شيلينګ ويلي، له يوروزون څخه د يونان وتل حتمي ښکاري.

د اتريش ورځپاڼې ډای پريسې د شيلينګ له خولې لیکلي چې نن يې ويلي؛ دا روښانه ده چې يو هېواد په هيڅ حالت کې اروپايي کميسيون او نور اروپايي هېوادونه په زور نه شي اړايستلای.

دا خبرې له هغه وروسته شوي چې پور ورکوونکي هېوادونو له يونان سره له نورې مرستې ډډه وکړه؛ څو وکړای شي د جون مياشتې پر ۳۰مه د پيسو نړېوال صندوق ته د ۱.۶ میليارده پور بېرته پرې ورکړي.