د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو حضور د اندیښنې وړ وباله.
رحمت الله نبیل چې نن د ولسي جرګې استجوابیه غونډي ته بلل شوی و؛ وویل چې افغان حکومت د یادې ډلې د ځپلو په هدف پر یوه پراخ پلان کار پیل کړی چې په نږدې راتلونکي کې به عملي شي.
ښاغلي نبیل زیاته کړه چې تر دا مهاله په هېواد کې د داعش وسله والو څو مشهور قومندانان وژل شوي او ګڼ نور غړي یې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس او د دفاع وزارت د اپراسیون رییس په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت په اړه خپلې د ولسی جرګی استجوابیه غونډې ته وربلل شوي.