د افغانستان ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس او د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال دې جرګې ته ورغوښتي دي.
د ولسي جرګې استازیو په روان امنیتي وضعیت اندیښنه وښوده او له دغو لوړپوړو امنیتي چارواکو یې د خپلو اندیښنو او پوښتنو د ځوابولو غوښتنه وکړه.
ولسي جرګې وروسته له هغې امنیتي چارواکي دې جرګې ته وغوښتل چې تېره دوشنبه د ملي شورا پر ودانۍ ډله ییزه حمله وشوه او په ځینو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ډېر کړکیچن شو.
تمه ده، لومړی د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي او بیا د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل د ولسي جرګې د استازیو پوښتنې ځواب کړي.