ملي امنیت په نیمروز کې د تروریستي فعالیتونو په تور ۵ تنه نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په نیمرزو ولایت کې د تروریستي فعالیتونو په تور پنځه کسان نیولي دي.

د دغه ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یاد کسان د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې نیول شوو کسانو خپل جرم منلی او یلي دي چې یو قومی سپین ږیری یې د دوه لکه کالدارو په بدل کې تښتولی و.