اویتنګر: که یونان یو حل پیدا نه کړې، له ایرو ساحې څخه به يې وتل حتمي شي

په اروپایي اتحادیه کې د جرمني کمشنر وایي، که چېرې اتن او مشران یې په راتلونکو پنځو ورځو کې یو حل پیدا نه کړې، له ایرو ساحې څخه د یونان وتل به حتمي شي.

ګوینتر اویتنګر چې په اروپایي اتحادیه کې د ډیجیټل اقتصاد او ټولنې د چارو کمشنر دی، نن یې د جرمني راډیو ته وویل، د یونان وتل زموږ هدف نه دی، خو که په راتلونکو پنځو ورځو کې کوم حل رامنځ ته نه شي، بله چاره به نه وي.

اویتنګر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو یونان ته خبرداری ورکړ، دا هېواد باید د ایرو ساحې څخه د احتمالي وتلو د مخنیوي په مقصد، د اروپایي ډلې د جون د ۲۷ مي غونډې مخکې د پورونو یوه غوڅه معامله وکړي.

اروپایي اتحادیي او اروپایي بانک یونان ته د ۷ اعشاریه ۲ میلیارده ایرو بانکي ضمانت ورکول رد کړل.

د دې پیسو د خوشې کولو لپاره د جون دیرشمه ټاکل شوې ده.