سیګار: د برښنا امله ممکن ۳۳۵ میلونه ډالره په اوبو لاهو شي

د افغانستان د بیا رغاونې د لګښتونو لپاره د امریکا پلټونکې اداره (سیګار) وایي، په کابل کې د امریکا په مرسته د برښنا د جوړو شويو خرابو تاسیساتو له امله ممکن ۳۳۵ میلونه ډالره په اوبو لاهو شي.

د دې ادارې مشر جان سپکو په یوه راپور کې ویلي، د کابل د تره خیلو د برښنا په تاسیساتو زیات لګښت شوی، د قراردادیانو د بې کیفیته کارونو او افغان حکومت ته د سپارلو د ځنډ له امله یې لګښتونه پورته شوي دي. دا تاسیسات په ۲۰۱۰ م کال کې افغان حکومت ته سپارل شوي وو.

جان سپکو وایي، اندیښمن دی چې افغان حکومت ان په عاجلو وختونو او د برښنا د سخت کمښت او اړتیا پر مهال هم د تره خیلو د برښنا له تاسیساتو څخه کار نه دی اخستی او د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې ۳۳۵ میلونه ډالر له خطر سره مخامخ دي او یا هم ممکن ګټه ورڅخه وا نه خیستله شي.

خو د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې کارکوونکی لیري سیمپلر د تره خیلو د برښنا له پروژې څخه دفاع کوي او وایي، دا یوه بریالۍ پروژه ده او په تیر ژمې کې چې د کابل په شمال کې د واورو د ښویېدو له امله وارداتي برښنا بنده شوې وه، کابل ښاریانو ته یې له شپږ زرو میګا واټو زیاته برښنا ورکړې وه.