امریکا: د ایران له لوري د بشري حقونو سرغړونه، د اتمي موافقې سره هیڅ تړاو نه لري

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي، د ایران له لوري د بشري حقونو د سرغړونو په ځواب کې به د دغه هېواد پر خلاف لګول شوي بندیزونه په خپل حال پاتې شي او دې ته به ونه کتل شي چې د ایران او شپږو سترو هېوادونو ترمنځ پر اتمي لانجې موافقه کېږي یا نه کېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د دیموکراسۍ، بشري حقونو او کارګرو د برخې مرستیال وزیر ټام مالینوسکي دا خبره پرون په واشنګټن کې د هېوادونو د بشري حقونو د ۲۰۱۴ کال د راپور د وړاندې کولو په مهال وکړه.

مالینوسکي چې د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت د راپورمخکښ لیکوال دی، وویل:

((د ایران پراتمي لانجې د خبرو پایلو ته له کتو پرته، موږ په ایران کې د بشري حقونو ملاتړ ته دوام ورکوو، که د اتمي موافقې په نتیجه کې بندیزونه لېرې شول، د بشري حقونو بندیزونه به په خپل حال پاتې شي.))

ده همدا راز وویل، واشنګټن په ۲۰۱۴ م کال د ورتېرو کلونو په پرتله د ایران د بشري حقونو په حالت کې د پام وړ ښه والی نه دی لیدلی.