د پولنډ پولیس وايي، یوه جټ مسافر وړونکې الوتکې وارسا ته نژدې په مودلین هوايي ډګرکې نن په دې ګومان چې چاودېدونکو مواد په کې ځای پرځای شوي دي، بېړنۍ ناسته وکړه.
له پېښې وروسته ریان ایر Ryanair هوايي شرکت اعلان وکړچې یوه نامعلوم شخص دې شرکت ته په ټیلیفوني تماس کې په الوتکه کې چې ۱۶۸ مسافر په کې وو، د چاودېدونکې وسیلې د ځای پرځای کېدو خبر ورکړ خو وروسته څرګنده شوه چې دا خبر ناسم و.
د پولنډ د پولیسو یوه مقام وویل چې له تلاشۍ وروسته یې په الوتکه کې کوم څه ونه موندل.
د نوموړي هوايي ډګر یوې سرچینې وویل، الوتکه او له اوسلو څخه وارسا ته تله په مصوونیت سره پرځمکه کېناسته او سپرلۍ ته یې هم زیانه نه دی اوښتی.
پولیسو په یوه جلا بیان کې ویلي دي چې یو تن یې د دې ناسم تماس په تور نیولی دی.