د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازې مرستیال له افغان حکومته غوښتي چې ژرترژره د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون کار بشپړ کړي.
د اجرایي رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې تداماچي یا ماموتو پرون له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدو پرمهال دا غوښتنه مطرح کړې ده.
ښاغلي فیصل وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون پر رئیس توافق شوی او د دغه کمیسیون د کار د پيلیدو په اړه یې وویل:
((توافق پر دې شوی و چې د دې اونۍ تر پایه باید کمیسیون کار پیل کړي. نن د اونۍ اخره ورځ ده لاهم وخت شته هیله ده چې کمیسیون اعلان شي او کار پيل وکړي. د دغه کمیسیون کار د اوسني حکومت د بقا او د یوې ښې راتلونکې تضمین دی.))
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازې مرستیال دغه رازټینګارکړی چې نړېوال به د افغانستان د ولسي جرګې له انتخاباتو سره د انتخاباتو په سیسټم کې د اصلاحاتو په شرط مالي مرسته وکړي.