د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار کې ۳۷۴ کیلوګرام هیرویین ترلاسه کړي

د کورنیو چارو وزارت وایې چې په ننګرهارکې یې ۳۷۴ کیلو ګرام هیرویین چې په یوه هینو ډوله موټرکې ځای پر ځای شوي و، ترلاسه کړي دي.

د دغه وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې د معینیت څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا اندازه هیرویین پرون د بهسودو ولسوالۍ په قل اردو سیمه کې ترلاسه شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې په دغه تړاو یو کس هم نیول شوی دی.