د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ، ولسوال چې د ماین په چاودنه کې زخمي شوی و، په روغتون کې ساه ورکړه.
د بدخشان والي شاه ولي ادیب پرون [چهارشنبه] ازادي راډیو ته وویل:
((ښاغلی عبدالجبار مصدق خپل دفترته په لاره کې په ماین والوت.))
په دې چاودنه کې د کشم د ولسوال یو ساتونکی زخمی شوی دی.
د پيښې مسولیت چا نه دی اخیستی.