د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست حقاني شبکه د ملي شورا پر ودانۍ د حملې د پلانولو مسووله ډله بولي.
د دغه ریاست ویاند حسیب صدیقي له آزادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا حمله د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی د یوه پوځی افسر په امر چې د ملي شورا د ودانۍ نقشه ورسره وه ترسره شوې ده.
زمونږ خبریال جمشید حبیب زاده له ښاغلي صدیقي سره مرکه کړې ده
Your browser doesn’t support HTML5
له حسيب صديقي سره مرکه