د مهاجرت نړېواله اداره: په تیریوه کال کې۳۹۰ زره عراقیان له خپلو سیمو تيښتې ته اړ شوي

د مهاجرت نړېوالې ادارې پرون [سه شنبه] وویل چې په تیریوه کال کې لږترلږه 390 زره عراقیان له خپلو سیمو تيښتې ته اړ شوي دي.

دا اداره وايي چې زیات خلک له هغو سیمو تښتیدلي چې د اسلامي دولت په نوم وسله والو نیولي یا د حکومتي ځواکونو او د دې وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

انبارد عراق په لویدیځ کې پروت ولایت دی چې اکثریت استوګن یې سنیان دي.

د عراق دا ولایت تیرکال، د اسلامي دولت وسله والو ونیو.