د فواید عامې معین وايي، د کندهار د ځینو سړکانو کار به پیل شي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د فواید عامې وزارت د سړکانو د ساتنې او څارنې معین کندهار ته د خپل سفر پر مهال وویل چې په دغه ولایت کې د ځینو سړکانو سروې شوې او پر ډیزاین یې کار روان دی. هغه وویل، د کندهار ښار او هوايي ډګر تر منځ سړک چې د افغانستان په کچه یو نمونوي سړک دی کار به یې پر وخت پای ته ورسیږي. راپور: محمد صادق رښتينى