د امریکا خبري رسنۍ راپور ورکوي چې د ټایټانیک او افاتار مشهورو فلمونو په ګډون، د هالیووډ د موسیقۍ پیژندل شوی کمپوزر جیمزهارنر د ۶۱ کلونو په عمر نن د الوتکې د غورځیدو په پیښه کې مړشو.
د هالیووډ سوداګریزې مجلې ورایټې لیکلي، دا مشهور کمپوزر نن هغه مهال مړشوچې شخصي الوتکه یې د کلیفورنیا ایالت په سانتا باربرا کې وغورځیده.
هارنرد ټایټانیک فلم د سمندري My Heart Will go On د موسیقۍ په تړلو او کمپوز کې د اوسکار جایزه ګټلې وه.