د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظرباییف وایي، قزاقستان چې د سوداګرۍ په نړېوال سازمان کې د غړیتوب لپاره یې خبرې چې شل کاله یې دوام وکړ، بشپړې کړي، د دې هېواد لپاره یو نوی باب پرانیستل شو.
قزاقستان به ۱۶۲ هېواد وي چې د روان کال په ډسمبر کې د سوداګرۍ د نړېوال سازمان رسمي غړیتوب ترلاسه کوي.
پرون په جینوا کې د دې هېواد رسمي غړیتوب ومنل شو.
نور سلطان نظرباییف ملت ته په ویډیویي وینا کې وویل، دا زموږ لپاره یوه تاریخي شیبه ده.
د سوداګرۍ په نړېوال سازمان کې د قزاقستان د غړیتوب پر سر خبرې په دې خاطر پیچلې شوې وې چې دا هېواد د روسیې په مشرۍ د ایرواسیان د اقتصادي ټولنې غړی هم دی.
د دې ټولنې نور دوه غړي ارمنستان او بیله روس دي.