د بغلان په دوشي کې پنځه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي

د بغلان پولیس د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د پنځه کسیزې ډلې د غړیو د وژل کیدو او نیول کیدو خبر ورکوي.

د بغلان امنیې قومندان جنرال عبدالجبار پردلي وویل، دغې ډلې په دوشي او خنجان ولسوالیو کې ماینونه ایښودل، لارې یې نیولي او وژنې یې ترسره کولې.

ښاغلي پردلي زیاته کړه چې د دوشي ولسوالۍ د کیلګي په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو د کمین په نتیجه کې د دغې ډلې دوه وسله وال ووژل شول او درې نور یې ونیول شول.

په یوه بله پیښه کې پرون د دې ولایت په پلخمري ښارکې د یوه ماین په چاودنه کې دوه افغان پولیس ووژل شول.