د کابل امنیه قومندان وايي چې د ملي شورا مخې ته رامنځته شوې نښته د حمله کوونکو په وژولو سره پای ته ورسېده.
عبدالرحمان رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نښته کې د ملي شورا غړو ته زیان نه دی رسیدلی.
خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر غرمې پورې د پېښې له ځایه یو دېرش تنه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه موجود وو چې د ملي شورا مخې ته اته چاودنې شوي؛ خو امنیتي مسوولین وايي چې یوازې یوه لویه چاودنه شوې.
ویل کیږي چې نن سهار لس بجې او دېرش دقیقي ولسي جرګې ته د دفاع وزارت لپاره د کاندید وزیر په رسېدو سره دا پېښه رامنځ ته شوه.
وسله والو طالبانو د پيښي مسوولیت په غاړه اخستی دی.
پخواني معلومات:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ملي شورا مخې یې ته نننۍ نښته وروسته له یونیم ساعته پای ته ورسېده.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل چې اوو تنو حمله کوونکو چې غوښتل شورا ته ننوځي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
ښاغلي صدیقي وویل چې په دغې نښته کې د ملي شورا استازو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتي.
له دې وړاندې داسې راپورنه موجود وو چې د ملي شورا ودانۍ ته نږدې اته چاودنې شوي؛ خو د کورنیو چارو ویاند وايي چې په سیمه کې یوازې یو زوروره چاودنه شوي او نورې چاودنې د ملي شورا د محافظت قطعې د مرمیو د چاودونو له امله وي.
ویل کیږي چې دا حمله شاوخوا لس نیمې بجې هغه وخت وشوه چې د ملي دفاع وزارت کاندید محمد معصوم ستانکزي د ولسي جرګې تالار ته د نننوتو په حال کې و.
د دغې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی.