اروپايي هېوادونه پر روسیې اقتصادي بندیزونه تر نورو ۶ میاشتو پورې غځوي

د اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو سند تصویب کړ چې د اوکراین په چارو کې د روسیې د لاسوهنې په خاطر پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه تر نورو شپږو میاشتو پورې اوږدوي.

دا پرېکړه چې پرون په لوګزامبورګ کې وشوه؛ د روسیې د مالي، پوځي او د انرژۍ سیکتورونه په نښه کوي او په کریمیا کې تر یوه کال پورې پانګونې منع کوي.

پر روسیې بندیزونه تېر کال د اوکراین د ختیځ له بېلتون غوښتونکو د ملاتړ او له خپلې خاورې سره د کریمیا د یوځای کولو په خاطر ولګول شول.