د کونړ ولایت امنیتي چار واکي وایي؛ تېر ماښام په یوه کور د توغندي د لګېدو له امله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل ازادي راډیو وویل چې دغه هاوان مرمۍ د وسله والو له خوا توغول شوی دی.
بل خوا بیا د سید اباد روغتون ډاګټران وایي چې دوی ته څلور تنه ماشومان وروړل شوي دي چې د دوو ماشومانو حالت د انديښنې وړ دي.