د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ولسي جرګې له عمومي غونډې څخه خپاره شوي تصویرونه ښيي چې دا چاودنې د پارلمان ودانۍ ډېر نږدې وې.
تر اوسه د چاودنو د څرنګوالي او له امله یې د تلفاتو په اړه معلومات نشته.
د راپورونو له مخې نن دفاع وزات ته نوماند ولسي جرګې ته ور روان و.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
جزیات وروسته وړاندې کیږي.