د پروان پوهنتون ځینو محصلینو مظاهر وکړه

د پروان پوهنتون یوشمېر محصلانو پرون مظاهره وکړه.

دې محصلانو چې ویل یې، د پروان پوهنتون په لیلیه کې د ستونزو له کبله یې اعتراض کړی د کابل- پروان پر لویه لاره د موټرو تګ راتګ د څو ساعتونو لپاره بند کړ.

یوه محصل چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه وکړه آزادۍ راډیو ته د خپلو ستونزو په اړه وویل:

((په لیلیه کې خورا زیاتې ستونزې لرو. د اوړي ګرمي ده، په کافي اندازه خواړه نشته، خونې ډېرې تودې دي، په روژه کې پکي نلرو. زموږ هیله داده چې په روژه مبارکه کې پوهنتون رخصت کړي او له روژې وروسته درس راکړي او ازموینې واخلي.))

د پروان پوهنتون رییس غلام داود بها د معترضانو دا شکایتونه بې بنسټه وبلل. ښاغلي بها آزادۍ راډیو ته وویل چې د لوړو زده کړو د قانون له مخې دې محصلانو ته رخصت نشي ورکولای.