فرانسه: د ایران د اټمي موافقې په اړه پرېکړه باید پخه او ثابته وي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي؛ معلومه نه ده چې آیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه موافقه به په ټاکلې مهلت چې د جون دېرشمه نېټه ده ترلاسه شي کنه.

لوران فابیوس چې پرون په بیت المقدس کې خبرې کولې؛ وویل چې، موږ باید پر خپل اوسني دریځ کلک ودرېږو ځکه هېڅ روښانه دي. فابیوس زیاته کړه هره موافقه چې کېږي باید پخه او ثابته وي.

ټاکل شوې چې د روانې اونۍ په پای کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو له وروستي پړاو مخکې د فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په لوکزامبورګ کې د ایران د بهرنیوچارو له وزیر محمد جواد ظریف سره وګوري.

تهران او د نړۍ شپږو لویو قدرتونو- متحدوایالاتو، چین، روسیې، فرانسې، برتانیا او جرمني د هغې معاملې په اړه خبرې کوي چې له مخې یې ایران خپل اټومي پروګرام د بندیزونو د فسخ کېدو په بدل کې محدودوي.

د نړۍ لوی قدرتونه غواړي د ایران اټومي پروګرام چې د پوځي اهدافو لپاره کار ترې اخیستل کېدای شي محدود کړي خو تهران وايي چې اټومي پرګرام یې سوله ییز اهداف لري.