د الجزیرې ټلویزیون یو ویاند احمد منصور به د جرمني په توقیف کې پاتې وي

د الجزیرې ټلویزیوني چینل یو خبریال ته د جرمني په یوه محکمه کې له حاضرېدو وروسته پرون حکم وشو چې په دې هېواد کې به په توقیف کې پاتې کېږي.

د برلین د لویې څارنوالۍ یوه ویاند پرون وویل چې احمد منصور به راتلونکې اونۍ د ده د برخلیک تر روښانه کېدو د ښار په یوه زندان کې وي.

الجزیره وايي چې منصور وړمه ورځ د مصر د حکومت له خوا د ده؛ د نیولو له حکم سره سم د برلین په تیګل هوايي ډګر کې په داسې حال کې ونیول شو چې غوښتل یې دوحې ته والوځي.

دې ټلویزیوني شبکې د جرمني له حکومته غوښتي دي چې دا ژورنالیست سمدستي خوشې کړي او ویلي یې دي، حکومتونه باید پرې نه ږدي چې د مصر د حکومت د مطبوعاتو د ځپلو په یوه وسیله بدل شي.

د قاهرې یوې محکمې منصور په ۲۰۱۱ کال کې د یوه مدافع وکیل چې نوم یې نه دی یاد شوی؛ د شکنجې په تور په غایبانه محکمه کې په پنځلس کاله حبس محکوم کړی.

الجزیرې او منصور دواړو دا تور رد کړی دی.

مصري چارواکو د الجزیرې پر دې خبریال تور لګولی چې د اخوان المسلمین د ممنوع ډلې په ګټنه یې تبلیغ کاوه.