د هرات پوهنتون سلګونو محصلینو د هوا د ګرمېدو له امله د دغه پوهنتون د رخصتولو غوښتنه وکړه.
دغه محصلین چې د اعتراض په ډول د هرات پوهنتون مخې ته راټول شوي وو؛ وویل، که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي؛ د درس ویلو لپاره به صنفونو ته حاضر نه شي.
پر همدې مهال د هرات پوهنتون سرپرست حسن فرید وايي؛ د موجوده ستونزو د حل په هدف یې له محصلینو سره خبرې پيل کړي دي.
ښاغلي فرید له محصلینو څخه وغوښتل چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي؛ هغه ډاډ ور کړ چې تر راتلونکي یوې اوونۍ پورې به پوهتنون رخصت شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د پروان او تر دې وړاندې د بلخ پوهنتون محصلینو د هوا د ګرمېدو له امله د پوهنتون د رخصتېدو غوښتنه کړې وه.