عثماني: په افغانستان کې د بریښنا د هیڅ یوه بند کارنه دی بشپړشوی

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، تردا مهاله په هېواد کې د بریښنا د هیڅ یوه بند کارنه دی تکمیل شوی.

عالي احمد عثماني نن د خپل لومړي سل ورځني کاري پلان د تشریح پرمهال وویل چې د بندونو کیفیت ډیرټیټ وو.

ښاغلي عثماني زیاته کړه چې دا مهال د بریښنا تولیدلو د شپږو پروژو کارونه تر کار لاندې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې دا مهال د هېواد ګڼ شمېر لوی ښارونه د بریښنا د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.