عصمتي: څه باندې ۵۰٪ افغانان کمزوری اقتصاد ستونزه لري

د سوداګریزو چارو د منازعاتو د حل مرکزمسوولان وایي، په هېواد کې د بې کارۍ له امله د بې وزلۍ کچه زیاته شوې او اوس مهال په افغانستان کې څه باندې پنځوس په سلو کې خلک د کمزوري اقتصاد ستونزه لري.

د دغه مرکز رییس نصرت عصمتي ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د بې کارۍ او په ځانګړي توګه د فقر یا بې وزلۍ د له منځه وړلو په هدف یې یوه طرحه جوړه کړې ده .

ښاغلی عصمتي وایې، په افغانستان کې اقتصادي وده د فقر د له منځه وړلو له پاره ګټوره لارنه ده.

د فقر د له منځه وړلو په دغه طرحې کې راغلي چې حکومت باید اقتصادي وده لیرې پرتو کلیو ته ورسوي، د ټولنیزخوندیتوب قوي پروګرامونه جوړ کړي او په پراختیايي پروګرامونو کې د سیمي خلک سل په سلو کې شامل کړي.

دی وایي، په دولتي ادارو په ځانګړي توګه د کارموندنې په ادارو کې فساد هم د دې لآمل شوی چې ورځ تر بلې په هېواد کې د بې وزلۍ کچه لوړه شي.