د هندوستان د اقتصادي مرکز ممبۍ پوليس وايي، نن د دغه ايالت په یوه ولسوالي کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله لږترلږه ۹۴ کسان مړه شوي او ۴۵ نور روغتون ته وړل شوي دي.
دا خلک د ممبۍ ښارد يوې ټولو بې وزلې سيمي اوسېدونکي وو.
د ممبۍ د پوليسو کميشنر هننجې کلکرني ويلي چې د مړيو شمېره تردې هم زياتېدای شي.
د ښارپه يوه بې وزله ولسوالۍ کې خلک د پنجشنبې په ورځ له هغه وروسته ناروغه شول چې زهرجن شراب يې وڅيښل.
بې وزلو خلکو ته له جوازه پرته د شرابو وړلو او پلورلو په تورپنځه کسه نيول شوي دي.
کلکرني ويلي، اته پوليس چارواکي هم د بې غورۍ له کبله په موقت ډول له خپلو دندو ليرې شوي دي.
په هندوستان کې په غيرقانوني توګه د جوړو شويو شرابو له امله مرګونه عام دي ځکه چې بې وزلې خلک د جواز لرونکو شرابو پېرودلو توان نه لري.