نن په هندوستان او د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې زرګونو د يوګا مينه والو د دې ورزش په کولو سره د يوګا لومړۍ نړېواله ورځ ولمانځله.
د هندوستان صدراعظم ناریندر مودي چې په ملګرو ملتونوکې يې د جون يويشتمه د یوګا د نړېوالې ورځې په توګه ټاکلو غوښتنه کړې وه، په نوي ډيلي کې د عادي خلکو، حکومتي چارواکو او بهرنيو ډپلوماټانو ترڅنګ خپله د يوګا ناليچه هواره کړه.
مودي ګډونوالو ته وويل چې دوی د انساني تفکر روزنه کوي چې د سولې او برابرۍ يو نوی عصر پيل کړي.
په ملګروملتونو کې د هندوستان سفيراشوک کمار مکرجي د جمعې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل:
((د يوګا تمرکز پر دې دی چې پر تاسو او ستاسو پر چاپېريال فشارونو او غوښتنو ته کتنه وشي او وکتل شي چې له لږ شي څخه څومره زياته ګټه اخيستل کېدای شي.))
د يوګا ورزشونه د هندوستان د ټولو ايالتونو پر مرکزونو کې هم تکرار شول.