مدني ټولنې: د جوزا له میاشتې وروسته انتصابي ولسي جرګه هیڅ مشروعیت نه لري

په افغانستان کې د مدني ټولنو فدراسیون وايي چې د جوزا له میاشتې وروسته انتصابي ولسي جرګه هیڅ مشروعیت نه لري.

د مدنې ټولنې فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې هرڅومره ژرچې ممکن وي باید د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات ترسره شي.

په ورته وخت د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون ویلي چې په روان لمريزکال کې د ولسي جرګې انتخابات ممکن نه دي.

د ولسي جرګې د کاري دورې د پای ته رسېدو په درشل کې د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني د يوه فرمان په صادرولو سره ويلي چې د جرګې غړي دې د یادې جرګې د انتخاباتو د نتیجې تراعلانه پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

لا دقيقاً معلومه نه ده چې د ولسي جرګې انتخابات به په کومه مياشت او کومه ورځ ترسره شي.