چارواکي وايي د ننګرهار او لغمان برېښنا ستونزه به په څو ساعتونو کې آواره شي.
د ننګرهار د بريښنا رييس انجنیر محب الرحمن مومند د کابل د سروبي ولسوالۍ ازبین سیمې څخه د ټلیفون په لیکه ازادي راډيو ته وویل چې ښکیلې خواوې سره وروستۍ نتیجه ته رسیدلي او اوس د برېښنا مزو په تېرولو کار روان دی.
نوموړي وویل چې په راتلوونکو څو ساعتونو کې به ننګرهار او لغمان ته د نغلو برېښنا تېره شي.