د امريکا متحده ايالاتو پوځ وايي، د دغه هېواد ترمشرۍ لاندې نړېوال ائتلاف، د جمعې په ورځ په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پرضد ٢٢ هوايي حملې کړې دي.
د امريکا د پوځ د اعلاميې پر اساس، ١٦ حملې په عراق او شپږ نورې په سوريه کې شوې دي.
په اعلاميه کې راغلي، چې په عراق کې يوې حملې القايم ښار ته نژدې د اسلامي دولت ډلې يوه پوسته په نښه او د سخت دريځو د مهماتو يوه زېرمه يې تخريب کړه.
د عراق موصُل ته نژدې هم د اسلامي دولت ډلې يا داعش ټانکونه او يوه وداني په نښه شوې ده.
دغه راز په بايجي، فلوجه، مخمور، رمادي، سينجار او تلعفر هم ځينې حملې شوې دي.
هلته په سوريه کې په الحسکا، الرقعا او تل ابياد کې د اسلامي دولت ډلې پر سنګرونو بريدونه شوي دي.