مخالفینو د کندز چهاردره ولسوالي ونیوله

د دولت وسله والو مخالفانو د کندوز ولایت چهاردره ولسوالي ونيوله.

د کندوز والي محمد عمر ساپي ازادي راډيو ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفانو د شنبې له سهاره د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړل چې اخر يې تېرماښام ولسوالي ونيوله.

هغه امنيتي ځواکونه چې له چهاردرې ولسوالۍ شاتګ ته اړ شوي، وايي دغه ولسوالي د محلي چارواکو د بې غورۍ له کبله د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په دې جګړه کې يې ګڼې پوستې نيولې او څو تنه افغان پوځيان وژلي دي.

خو د کندوز والي ډاډ څرګندوي چې افغان امنيتي ځواکونه به، دغه ولسوالي ډېر ژر بېرته ونيسي.