افغان حکومت په درېیو هېوادونو کې خپل سفارتونه تړي

افغان حکومت پریکړه کړې چې په درېیو هیوادونو کې خپل سفارتونه تړي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن د خپل سل ورځني کاري پلان د بیان پر مهال وویل چې په برازیل، جنوبي افریقا او هنګري هیوادونو کې د لګښتونو د کموالي او د چارو د موثریت په خاطر دا سفارتونه تړل کیږي.

ښاغلي رباني وویل چې د یونیسکو په سازمان کې د افغانستان د نمایندګۍ چارې هم په پاریس کې افغان سفارت په غاړه اخلي او په بلغاریا کې به سفارت په سیاسي نمایندګي بدل شي.