هېواد ته راستانه شوي افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د جون شلمه د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده او د خپرو شویو راپورونو له مخې افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې تر ټولو بد ژوند تېروي او یو شمېر یې له همدې امله بېرته هیواد ته راستنېږي.

په لسګونه دغه کډوال د چهارشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې له پیل څخه یوه ورځ مخکې په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ کمپ ته راورسیدل.

دوی خپلې د مسافرۍ جونګړې پرېښي؛ خپل وطن ته راغلي، خو کوم وطن؟ هغه چې د خیمې لپاره په کې ځمکه نه لري؛ د خوړلو لپاره ډودۍ او ان د څښلو لپاره مناسبې پاکې اوبه.

اختر محمد چې اوس ـ اوس هېواد ته راستون شوی د خپل ژوند د خپل مسافرۍ د ژوند د سختو په اړه ازادي راډیو ته وويل:

((وزیر اباد ته راغلو، د پاکستان حکومت موږ ته د استوګني اجازه نه راکوله او بازار ته هم نشو تللی؛ مزودوري مو کوله او ان د بېرته ستنېدنې پیسې مو هم نه درلودې او د پور په پیسو دلته راغلو.))

په خیبر پښتونخوا کې پر یو پوځي ښوونځي تر حملې ورسته په پاکستان کې میشت افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له خوا ځورول کېږي او ماشومان یې هم ښوونځیو ته له تګ نه محروم شول.

تر دې د مخه د کډوالو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو یو مسوول سایمن هنشاو له افغان کډوالو سره د پاکستان او ایران چلند ناسم ګڼلی؛ ده ویلي وو چې کډوالي د هر انسان حق دی او دا ډول چلند د منلو وړ نه دی.

په راستنو شویو کډوالو کې مو وغوښتل چې د ښځو له وضیعت هم ځان خبر کړو؛ له نارینه وو څخه تر اجازې ورسته شینکۍ ته مو مایکرفون ور اوږد کړ چې د خپلو نږیندو او نمسیانو سره ناسته وه.

میرمن شینکی پټ مخ ازادۍ راډیو ته وویل چې د کډوالۍ پر مهال یې ډېرې ستونزې ګاللي دي.

((دېرش، څلویشت کاله کېدل چې په پاکستان کې وو؛ خو اوس بېرته راستانه شوو؛ نه کرایه لرو او نه د مصرف لپاره پیسې؛ ماشومان مو له لوږې چیغې وهي؛ خپل وطن ته راغلي یوو؛ خو نه کور لرو او نه مځکه.))

له ایران او ياکستان نه په راستنو شویو کډوالو کې یې ډېری ښځې او ماشومان دي.

یو شمېر دغه ماشومان لوڅې پښې او شلیدلې جامه د پاکستاني لاریو سیوري ته ویده وو او یو شمېرو یې لوبې کولې.

وموغوښتل دا هم بیا مومو چې راستانه شوي کډوال اوس په خپل هېواد کې په کوم حالت کې ژوند کوي؟

د ۱۰کسیزې کورنۍ مشر خیرالله چې له مجبورۍ اوس د خپلو ورڼو په کور ورننوتی موږ یې هم له ځانه سره دغه خټین کورته وردننه کړو.

د خیرالله وروڼو خیرالله ته دوه کوتې ځای ورکړی چې په یوې کې لا هم د څارویو لپاره واښه لیدل کېږي.

خو خیرالله هېواد ته په راستنېدنه خوښ دی؛ وايي چې ژر به خپل ماشومانو ښوونځي ته ولېږي؛ خو خیرالله له حکومته غواړي چې د کار کولو اسانتیا ورته برابره کړي:

((زه راتلونکې نه لرم، خو د ماشومانو راتلونکې مې باید خرابه نه شي؛ زه لیکل لوستل نه شم کولای؛ خو ماشومان مې باید داسې حد ته ورسیږي چې ځان ته سم ژوند جوړ کړي. له حکومت نه غواړو چې د کار کولو اسانتیا راته برابره کړي.))

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له څلویښتو زرو څخه زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا حکومت په پام کې لري چې سږ یو لک افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه کړي.

((د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کډوالو د راستنېدې چارې ډېرې ښې او درې برابره زیاتوالی ښيي؛ په ۲۰۱۴ کال کې ټول اولس زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي؛ خو سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له څلویښتو زرو څخه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.))

په عین حال کې د کډوالو لباره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ اداره یا یو. ان. ایچ. سي. ار وايي چې هرې راستانه شوې کورنۍ ته د لارې کرایه؛ نورې مرستې او د کورنۍ هر غړي ته دوه سوه ډالره نقدې پیسې هم ورکوي.

په افغانستان کې د دغې ادارې مشره مایا امیراتونګا وايي؛ خپل هېواد ته د افغان راستنو شویو کډوالو هر کلی کوي او دوی سره په خپلو اوږد مهالو مرستو هم ټینګار کوي.

((دا د راستنېدونکو له خوا یوه زړوره پرېکړه ده؛ دغه کسان له تېرو دیرشو کلونو راهیسې له هیوا نه لرې ول؛ اوس دوی راغلي چې د خپل هېواد په بیا رغونه کې برخه واخلي؛ موږ هم حاضر یو چې له دوی سره مرسته وکړو.))

که څه هم حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره هېواد ته د افغانانو له بېرته ستندنې هرکلی کوي؛ خو ورځې تر بلې د بیکارۍ د کچې زیاتېدلو ته په پام سره؛ د افغان کډوالو راستنېدنې یوه جدي ستونزه راولاړه کړې ده.

خلک له حکومت نه غواړي چې راستنو شویو افغان کډوالو ته د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې جدي اقدام وکړي؛ تر څو په دې توګه، په یو ډول د دوی له وخت مخکې ناسمو کارونو څخه مخنیوی شوی وي.