د ولسي جرګې مشر د دې جرګې د کار د دوام په اړه د ولسمشر پرېکړه تایید کړه

د افغانستان د ولسي جرګې رییس د دې جرګې د کار د دوام په اړه د ولسمشر غني پرېکړه تایید کړه.

د دې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې تر یوې بلې میاشتې پورې د انتخاباتو نیټه معلومه کړي.

د جمهوري ریاست په یوه بیان کې چې پرون خپور شو راغلي چې د افغانستان ملي شورا د یوه قانون جوړونکي بنسټ په توګه د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو تر روښانه کېدو پورې خپل کار ته دوام ورکوي.

که څه هم په دې بیان کې تخنیکي، امنیتي او مالي ستونزې د انتخاباتو د ځنډ عوامل بلل شوي؛ خو حقوقپوهان د ولسي جرګې د کار له دوام سره مخالفه دي.